
ایکنا نیوز د براثا جامع جومات د وېبپاڼې له قوله راپور راکړی، دا جومات چې د بغداد په شاوخوا کې موقعیت لري، یوازې د اهل تشیعَ کوم مقدس ځای نه دی، بلکې د اسلامي پړاؤنو په لومړیو پېړیو کې د اسلام او مسیحیت د ژورو ښوونو شاهد دی. د شیخ صدوق او شیخ طوسي د معتبرو تاریخي روایتونو پر بنسټ، دا جومات په هغه ځای کې جوړ شوی چې امام علي(ع) د خوارجو له جګړې وروسته، د دې ځای د سپېڅلتیا د درناوي په نیت پکې لمونځ ادا کړ.
په همدې ځای کې یو مسیحي راهب امام(ع) ته خبر ورکړ چې دا ځمکه هماغه د مریم(س) کور او د عیسی(ع) ځمکه ده چې په اسماني کتابونو کې یې زېری ورکړل شوی و؛داسې ځای چې امام علي(ع) پخپله د مریم(س) د چینې په راښکاره کولو سره ددغه مقدس ځاي سپېڅلتیا تأیید کړه.

بغداد ته نږدې براثا جومات تل په عراق کې د معنوي مرکزونو له مهمو ځایونو څخه ګڼل شوی دی. د دې جومات ارزښت نه یوازې د امیرالمؤمنین علي(ع) د سل زره کسیز لښکر د تاریخي شتون او د خوارجو له جګړې د ستنېدو پر مهال د هغه حضرت د لمانځه له امله دی، بلکې د حضرت عیسی مسیح(ع) او د حضرت مریم(س) له تاریخي ریښو سره د ژور تړاو له کبله هم شهرت لري.
د ځمکې پر سپېڅلتیا الهي تأیید
د هغه روایت له مخې چې اسناد ئې جابر بن عبدالله انصاري ته رسېږي، وروسته له هغه چې په براثا کې د یوې ډلې لمونځ ادا شو—هغه ځای چې پخوا یو صومعه سرائ ؤ—یو مسیحي راهب له خپلې صومعې (سوارلئ)راکوز شو. هغه د لښکر د قومندانۍ عظمت ولید او د امام(ع) د هویت پوښتنه ئې وکړه.

دغه مسیحي راهب، د آسماني کتابونو د موندنو پر بنسټ، ټینګار وکړ چې دا ځای ځانګړی مقام لري او ده خپله صومعه د همدې سپېڅلتیا د درناوي لپاره جوړه کړې وه.
راهب زیاته کړه چې دا ځای، یعنې براثا، «د مریم(س) کور او د عیسی(ع) ځمکه» ده؛ هماغه ځای چې پخوانیو پېغمبرانو پکې د وروستي پېغمبر د وصي د راتګ زېری ورکړی و.
د دې خبرو وروسته، امام علي(ع) پر ځمکه ګوزار وکړ او د مریم(س) چینه یې راوسپړله، او امر ئې وکړ چې تر اوولسو ذراعو ژوره کيندنه وشي څو سپینه ډبره ښکاره شي.
امام(ع) ټینګار وکړ چې حضرت مریم(س) په همدې ځای کې حضرت عیسی(ع) پر ځمکه ایښی او لمونځ ئې ادا کړی دی. وروسته امام علي(ع) هم پر هماغه ډبره لمونځ وکړ او څلوېښت ورځې ئې هلته بشپړ دیره شو.
د جومات معماري او کلتوري فعالیتونه!
د براثا جومات چې پر خپل تاریخي ارزښت ولاړ دی، څو ځله رغول شوی او وروستیو بیارغونو ئې مساحت نږدې څلور زره مربع میترو ته رسولی دی. دا ټولګه له دوو مینارو او د ساج له لرګي جوړ شوي چت سره، د اسلامي معماري هنر او تاریخي خوندیتوب د یوځای کېدو نښه ده.
د دې جومات له مهمو فعالیتونو څخه د دیني مناسبتونو نمانځنه، د معصومو امامانو(علیهم السلام) د ولادت جشنونه او د ویر مراسم دي. همدارنګه د نیمه شعبان مراسم، د تاسوعا او عاشورا مراسم، د روژې مبارکې میاشتې د احیا شپې، او د حسیني اربعین د موکبونو مېلمستیا هم پکې ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4324838